آفتاب علم: خدای د صابرینو سره دی، زه خو صبر کوم مګر

د هېواد د کرکټ‌ د ملي ټيم پخوانی لوبغاړی آفتاب علم چې ډېر وخت کېږي په ملي ټيم کې شتون نلري د یوه پيغام له لارې خپله نا رضایتي په غیرې مستقیم ډول ښکاره کړې ده.

په دې وروستيو کې د ملي ټيم پخوانی لوبغاړی کريم صادق د آفتاب علم لپاره په پرلپسې ډول غږ پورته کوي او وړانديز کوي چې آفتاب علم ډېر ښه لوبغاړی دی بايد په ملي ټيم کې بېرته ونیول شي.

خو د کرکټ مبصرین وايي چې د آفتاب علم ډېری لوبې ناکامې وې هغه په مکرر ډول ښه نه دی لوبېدلی له همدې کبله په ملي ټيم کې اوس ډېر قوي لوبغاړي دي چې د آفتاب علم سويه تر هغوی ډېره ټيټه ده.

کريم صادق څو ځل د ټولنيزو رسنيو له لارې د هغه لپاره کمپاین وکړ خو د خلکو له شديد غبرګون سره مخ شو ډېرو خلکو په شخصي ګټو پاللو باندې تورن کړ.

پخپله ددې ټولو خبرو وروسته نن په ټويټر کې يو پوست کړی و او پکې ليکلي يې و چې الله ج د صبر کوونکو سره دی. داسې ښکاري چې نوموړی هم د وضعيت څخه نا راضه دی او وايي چې صبر کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *