آستراليا د افغانستان سره يوه ورځنۍ لوبې لغوه کړې، سبب یې دا ښودل شوی چې

د کرکټ ځینې رسنيو خبر ورکړی دی چې په لوی احتمال استراليا د افغانستان سره ټاکل شوې یوه ورځنۍ لوبې نه ترسره کوي. د کرکټ د‌ نړيوالې شورا له لوري د ټاکل شويو لوبو په اساس افغانستان او اسټراليا به د مارچ په میاشت کې دری یوه ورځنۍ لوبې ترسره کولې.

خو اوس ځینې رسنیو خبر ورکړی دی چې د اسټرالیا د کرکټ‌ د بورډ د اخلاقي کميسيون نوي ټاکل شوي مشر پرېکړه کړې ده چې د افغانستان سره به دا لوبې د اخلاقي ارزښتونو له کبله نه ترسره کوي.

د کرکټ مبصرین وايي چې د اسټرالیا کرکټ بورډ د افغانستان د کرکټ سره ډېر افراطي چلند کوي او د افغانستان کرکټ ته زيان رسوي او د پرمختګ مخه يې نيسي.

په افغانستان کې د وروستي تحول وروسته آسټراليا د‌ افغانستان د کرکټ د ملي ټيم سره لوبې لغوه کړې سبب یې دا وه چې نوي تحول سره د نجونو د کرکټ په وړاندې بندیز لګېدلی. اوس بيا کېدی شي په آسټراليا کې د فضل الحق فاروقي د قضيې له کبله دا لوبه لغوه شوې وي.

د کرکټ مبصرین وايي د افغانستان د کرکټ اداره او عام خلک هڅه کوي چې کرکټ‌ سياسي يا فردي حالاتو او غلطيو څخه لرې وساتي خو د اسټراليا کرکټ بيا مستقيم د افغانستان کرکټ هدف ګرځوي او ځپي يې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *