آريانا سعید؛ پخوانی خاوند مې ډېر ښه انسان و خو بس په يوه خبره یې پرېښودم

آريانا سعید د افغانستان يو له تکړه سندرغاړو څخه ده چې ګڼ شمېر مخالفين او مینوال لري. نوموړې څو کاله وړاندې د خپل منېجر حسيب سره کوژده وکړه خو دا ددې لومړی ځل کوژده نه وه.

نوموړې تر دې وړاندې د یوه بل کس سره واده کړی و خو د هغه سره یې چارې ښې مخته نه وې تللې، دا وايي چې په لومړي ځل چې د کوم کس سره واده شوه نو هغه ډېر ښه انسان و.

په لومړیو وختونو کې یې وايي زما د سندرو ويلو سره هم مشکل نه درلود ځکه فکر یې کاوه چې کېدی سي زه يو دوه سندرې ووايم او بس دا يو عادي شوق وي.

دا زیاتوي چې کله ما ټينګار وکړ چې موسيقۍ ته به همداسې دوام ورکوم نو بيا یې کورنۍ شديد مخالفت پيل کړ، او بلاخره خبره تر دې ورسېده چې موږ پدې پوه شو چې زه سندرې نه پرېږدم او دوی به د سندرو سره يو ځای ما ونه مني.

نو وايي وروسته مجبور لارې مو سره بېلې کړې. دا چې اوس د خپل منېجر سره نامزده ده خو د کلونو په تېرېدو یې اوس هم د هغه سره واده نه دی کړی خو ژوند یو ځای کوي‌.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *